نړۍ
د وینزویلا د ګازو په تاسیساتو کې لویه چاودنه؛ ۶ تنه ټپیان شول
د وینزویلا رسنیو راپور ورکړ چې د زولیا ایالت د ګازو په یوه فشار سټیشن کې د یوې لویې چاودنې له امله لږ تر لږه ۶ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، چاودنې د تاسیساتو ځینو برخو ته هم زیان رسولی او د ژغورنې او امنیتي ځواکونو سیمې ته استول شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي چې د پیښې د لامل د روښانه کولو لپاره پلټنې روانې دي او تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32123








