سیمهنړۍ

الحوثي: امریکا اسرائیلو ته د رفح د لارې د اشغال اشاره وکړه

د یمن د انصار الله مشر وویل: د رفح په بندر باندې د صهیونیست رژیم حمله یوازې د فلسطین په ولس حمله نه ده بلکې د مصر د خلکو او د مصر د پوځ په خلاف اقدام دی.

امریکا اسراییلو ته د رفح د لارې د اشغالولو اشاره وکړه او د دې لپاره یې شرایط برابر کړل او د دغه رژیم په ټولو جنایتونو کې شریکه ده.

د یمن د انصارالله مشر زیاته کړه په رفح باندې د حملې هدف د فلسطینی ملت د درد او رنځ دوه چنده کول او محاصره کول او لوږه ده.

پر رفح برید د امریکا له شنه څراغ سره ترسره شوی او امریکا هڅه کوی د وسلو د لېږد په بندولو سره پر اسرائیلو د فشار راوړلو په ادعا سره د عامه افکارو دوکه ورکړي.

که امریکا وغواړي چې د غزی جګړه پای ته ورسېږي، جګړه دې ژر پای ته ورسېږي. خو داسې کومه اراده نه لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button