نړۍ
ډونالډ ټرمپ او شي جین پینګ په بیجینګ کې سره ګوري
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ دوه اړخیزه غونډه د بیجینګ د خلکو په لوی تالار کې پیل شوه.
شي جین پینګ د غونډې په پیل کې وویل چې هغه لیواله دی چې د مهمو دوه اړخیزو او نړیوالو مسلو په اړه له ټرمپ سره بحث او نظرونه تبادله کړي.
د چین ولسمشر ټینګار وکړ چې د چین او متحده ایالاتو ترمنځ ګډې ګټې د دواړو هیوادونو ترمنځ د توپیرونو څخه ډیرې دي، او زیاته یې کړه: “ټوله نړۍ دا غونډه ګوري.”
په بدل کې، ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړه چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې به “له بل هر وخت څخه ښې” وي.
راپورونه ښیي چې اقتصادي مسلې، دوه اړخیزه سوداګري او د ایران جګړه د غونډې له اصلي موضوعاتو څخه دي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32077








