سیمه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان ټپیان شوي دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د ګمرک په یوه ګودام کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان ټپیان شوي دي، چې څلور یې په جدي حالت کې دي.

د ډان ورځپاڼې په وینا، دا پیښه د یکشنبې په ورځ د کوټې-کراچۍ لویې لارې په لکپاس سیمه کې رامنځته شوه، چې وروسته د مایع پټرولیم ګاز (ایل پي جي) ټانکر چاودنه وشوه.

ځایي چارواکو وویل چې اور لومړی د ضبط شویو ګمرکي توکو په یوه ګودام کې پیل شو او بیا د موټرو او ټانکرونو پارکینګ ته خپور شو چې اور اخیستونکي مواد یې لیږدول.

د کوټې د اور وژنې څانګې مشر عبدالحق اچکزي وویل چې د اور شدت او د ګازو او پټرولیم محصولاتو بار ټانکرونو شتون د اور کنټرول ستونزمن کړی دی.

چارواکو زیاته کړه چې د ګازو ټانکر چاودنې پراخ زیانونه اړولي او د ملیاردونو روپیو په ارزښت توکي په اور کې سوځیدلي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button