سیمه
په خیبر پښتونخوا کې د موټر بم برید کې څلور پاکستاني پولیس افسران ووژل شول
پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو په یوه پوسته کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه څلور پولیس افسران ووژل شول.
د رویټرز په وینا، د پولیسو یوه چارواکي سجاد خان وویل چې په برید کې د مړو شمېره ممکن لوړه شي او شاوخوا ۱۵ افسران چې په سیمه کې موجود وو، وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې له چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته هم وشوه.
د راپورونو له مخې، بریدګرو په برید کې ډرون هم کارولی، او د “اتحاد المجاهدین” په نوم یوې ډلې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.








