د ملي دفاع وزارت: په ننګرهار او پکتیکا باندې د پاکستان برید د ملکي وګړو په وړاندې جرم دی؛ موږ په مناسب وخت کې د قاطع او محاسبه شوي ځواب لپاره چمتو یو
د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان پوځي رژیم د خپلو پخوانیو بریدونو په دوام کې یو ځل بیا د ننګرهار او پکتیکا په ولایتونو کې د یوې دیني مدرسې او څو استوګنیزو کورونو په ګډون څو ملکي سیمې بمبار کړې دي.
د دې جنایتکارانه بریدونو په پایله کې، لسګونه بې ګناه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان او ټپیان شوي دي.
د دفاع وزارت دا عمل د افغانستان د ملي حاکمیت، نړیوالو قوانینو، د ښه ګاونډیتوب د اصولو او اسلامي ارزښتونو څخه ښکاره سرغړونه بللې او په کلکه یې غندلی دی.
وزارت ټینګار کړی چې د هیواد د حاکمیت او د خلکو د امنیت ساتنه د دفاعي ځواکونو قانوني او ملي مسؤلیت دی، او په مناسب وخت کې د مناسب او محاسبه شوي ځواب خبرداری یې ورکړی دی.
د دفاع وزارت همدارنګه په ملکي اهدافو او مذهبي مرکزونو بریدونه “د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامیو روښانه ثبوت” ګڼلي، او زیاته یې کړه چې دا ډول تکراري بریدونه به هیڅکله د دوی داخلي ناکامۍ او کمزورۍ پټې نه کړي.








