د خبرونو تحلیلي ویب پاڼې پولټیکو د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اروپايي ټولنه د ترکیې د اروپايي ټولنې د غړیتوب خبرې اترې بیا پیلولو پلان نلري او د انقرې د الحاق پروسه په بشپړ ډول په ټپه ولاړه ده.
د اروپايي ټولنې د پراختیا کمیشنر مارتا کاس، چې د جمعې په ورځ (۱۷ سلواغه ۱۴۰۴) ترکیې ته راځي، پولټیکو ته وویل چې “اروپا باید له ترکیې سره خپلو اړیکو ته نوې کتنه وکړي،” او زیاته یې کړه چې انقرې ته د هغې سفر یوازې د متقابل باور بیا رغولو او د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره د لارو چارو لټولو ته وقف شوی دی.
پولټیکو ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه اوس مهال د یو مهم ملګري په توګه د ترکیې سره د اړیکو د بیا رغولو په لټه کې ده، په ځانګړې توګه د اوکراین د کړکیچ په شرایطو کې، چیرې چې انقره احتمال لري چې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته کلیدي رول ولوبوي.








