نړۍ

په نایجریا کې ۵۰ زده کوونکي د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول

د نایجریا په شمال مرکزي ایالت کې د یوه کاتولیک ښوونځي چارواکو اعلان وکړ چې د وسله والو له خوا څو ورځې وړاندې تښتول شوي ۳۰۳ زده کوونکو څخه لږ تر لږه ۵۰ یې له بنده په تېښته بریالي شوي او خپلو کورنیو ته راستانه شوي دي.

دا پېښه چې د یکشنبې په ورځ اعلان شوه، د نایجریا په تاریخ کې د زده کوونکو د ډله ییزې تښتونې له یوې لویې پېښې وروسته رامنځته شوه او یو شمېر اندېښمنو کورنیو ته یې هیله بښونکې خبرونه راوړل.

د زده کوونکو د تښتېدو جزئیات لا نه دي خپاره شوي، خو د ۲۵۳ نورو لټون لا هم روان دی.

په وروستیو کلونو کې په شمالي او مرکزي نایجریا کې د تاوان لپاره تښتونې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button