سیمه
د جمو او کشمیر د پولیسو په مرکزي دفتر کې چاودنه؛ ۷ تنه مړه او ۲۷ تنه ټپیان شول
د هند د جمو او کشمیر ایالت د پولیسو په مرکزي دفتر کې یوه لویه چاودنه وشوه، چې له امله یې ۷ تنه ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.
د رویټرز په وینا، چاودنه د هغو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوه چې پولیسو نیولي وو او په ناڅاپي ډول د مرکز دننه چاودنه وشوه.
ځایي چارواکو د پیښې د دقیق لامل د معلومولو لپاره پراخه څیړنه پیل کړې ده.
د ټپیانو حالت نازک بلل شوی او د ژغورنې عملیات روان دي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/26795?single








