افغانستاننړۍ

د جرمني په بن کې د افغانستان قونسلګري بیا فعالیت پیل کړ

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د جرمني په بن کې د دې هېواد قونسلګري به د یوې میاشتې ځنډ وروسته نن دوشنبه (۱۹ لړه ۱۴۰۴) خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه وايي چې له دې وروسته، افغان اتباع او نور مراجعین کولی شي آنلاین ملاقاتونه وکړي او د قونسلګرۍ چارو ترسره کولو لپاره قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

وزارت زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د بن په قونسلګرۍ کې د پاسپورټ ورکولو خدمات هم پیل شي.

د دې قونسلګرۍ فعالیتونه شاوخوا یوه میاشت دمخه د پخوانۍ ادارې څخه د ډیپلوماتانو د ډله ایز استعفا وروسته وځنډول شول.

له هغې وروسته، د جرمني حکومت په بن او برلین کې د اسلامي امارت نویو ډیپلوماتانو ته رسمي باورلیکونه ورکړل، چې د قونسلګرۍ خدماتو بیا پیلولو ته لاره هواره کړه.

دا اقدام کولی شي په جرمني کې د زرګونو افغان اتباعو لپاره ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي او د کابل او برلین ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو په لور یو ګام ګڼل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button