سیمه
د پاکستان په پیښور کې د داعش خراسان څانګې د مهم مشر وژنه
رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نامعلومو وسله والو د پاکستان په پیښور ښار کې نصرت چې د “پهلوان موسی” او “ابو ذر” په نوم پیژندل کیده، د داعش ډلې د خراسان څانګې یو مهم شخصیت وواژه.
د دې سرچینو په وینا، نصرت پهلوان په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په کابل او د هغې شاوخوا ولایتونو کې یو شمیر بریدونه پلان او لارښوونه کړې وه.
هغه په پاکستان کې د “پهلوان” په نوم یو مهم مرکز هم رهبري کاوه او په بهرنیو هیوادونو کې د اړوندو اشخاصو د روزنې سره سره یې په ښاري او چریکي جګړو کې ځانګړي مهارتونه درلودل.
دې وژنې د داعش خراسان څانګې جوړښت ته جدي ضربه ورکړې ده، او د بریدګرو د هویت په اړه نور جزئیات لا نه دي مشخص شوي.








