د خبریالانو د خوندیتوب کمیټی ټینګار وکړ چې په غزې کې د اسراییلو جګړه “له ۱۹۹۲ راهیسې د فایلونو د ساتلو له پیل راهیسې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه جګړه ده.”
له دې مخکی د غزې د حکومت د رسنیو د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوومې راهسی په غزې تړانګې باندې د اشغالگرو رژیم په حملو کی ۱۴۰ خبریالان شهیدان شوی دی.
د غزې په شمال کی د النصرات په کمپ کی په خبریالانو باندې د اشغالگر رژیم په وروستۍ حمله کی د خبریالانو یوه ډله چې د میدان د پرمختګونو د پوښښ په حال کی وو، په نښه کړه.
د فلسطین د خبریالانو اتحادیی هم څلور ورځې مخکې اعلان وکړ چې په تیره میاشت (مارچ) کی په غزه کی د صهیونیست رژیم له خوا شپږ خبریالان وژل شوی او ۹ خبریالان سخت ژوبل شوی دی.