نړۍ
نوې څېړنه: مېږیان هم د وبا په وخت کې ټولنیز واټن عملي کوي
د کوویډ-۱۹ وبا په جریان کې، انسانان اړ شوي چې د یو بل سره د نږدې اړیکو کمولو لپاره خپل ژوند او کاري چاپیریال بدل کړي.
اوس، نوې څېړنې ښودلې چې دا چلند زموږ لپاره ځانګړی نه دی، او دا چې مېږیان هم د وبا سره مخ کیدو پر مهال د خپل ژوند چاپیریال ته ورته بدلونونه راوړي.
د دې مطالعې له مخې، چې په دې وروستیو کې د برسټل پوهنتون د څیړونکو لخوا په ساینس ژورنال کې خپره شوې، مېږیان د خپلو ځالو جوړښت بدلوي کله چې د ناروغیو سره مخ کیږي په داسې ډول چې د ناروغۍ د خپریدو احتمال کموي.
په دې بدلونونو کې د ننوتلو ترمنځ واټن زیاتول او د خونو ترمنځ مستقیم اړیکه کمول شامل دي؛ یو داسې چلند چې څیړونکي وايي چې مخکې په هیڅ حیوان کې نه دی لیدل شوی.