افغانستانویډیويي راپور
د حیرتان بندر څخه صادرات په تیرو شپږو میاشتو کې ۲۵٪ زیات شوي دي
د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان وکړ چې په تیرو شپږو میاشتو کې د حیرتان بندر څخه صادرات ۲۵٪ زیات شوي دي.
د دې خونې چارواکو وویل چې د دې بندر څخه د صادراتو د لا زیاتولو لپاره هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې، سوداګرو د دې مخ پر ودې رجحان د پیاوړتیا لپاره د صادراتو په سکتور کې د لا زیاتو ملاتړ او موجوده ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.