د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې افغانستان د مخدره توکو پر وړاندې په مبارزه کې ناکام شوی دی.
هغه یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د اسلامي امارت د رهبر د مخدره توکو د کښت او قاچاق د بندیز په اړه د فرمان وروسته په دې برخه کې جدي او اغیزمن ګامونه اخیستل شوي دي.
فطرت ټینګار وکړ چې دا اقدامات په هیواد کې د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې د پام وړ کمښت لامل شوي دي.
دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ ادعا په ځواب کې شوي چې افغانستان یې د څو نورو هیوادونو سره یوځای د مخدره توکو پر وړاندې په مبارزه کې د ناکامۍ په تور تورن کړی و.
اسلامي امارت مخکې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د مخدره توکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.