افغانستان
په نورستان کې د لومړي ځل لپاره د یو کیلو ګرامه یاقوت ډبرې کشف او خرڅلاو
د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو د دې ولایت د برګ مټال ولسوالۍ په پیشورک کان کې د یو کیلو ګرامه یاقوت ډبرې کشف اعلان کړ.
دا کشف د دې سیمې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ثبت شوی دی.
د نورستان د والي د دفتر د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا یاقوت ډبره د ۱۰۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت د پرانیستې داوطلبۍ له لارې پلورل شوې ده.
دا پیښه د نورستان د معدني سرچینو د استخراج په لور یو مهم ګام ګڼل کیږي.