د جرمني او سویس د بهرنیو چارو وزارتونو د چهارشنبې په ماښام (د غبرګولی ٧ مه) په جلا جلا بیانونو کې د اوربند او غزې ته د مرستو رسولو غوښتنه وکړه.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه وویل: “موږ په غزه کې د نه زغملو کړاوونو په اړه ژوره اندیښنه لرو او بشري مرستو ته د بې محدود لاسرسي غوښتنه کوو.”
الجزیرې راپور ورکړ چې په بیان کې ویل شوي: “موږ په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو د زیاتوالي غوښتنه کوو.”
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر جوهان وادفول هم وویل: “په غزه کې د خوراکي توکو د ویش په مرکز برید تاییدوي چې اوسني هڅې کافي ندي.”
د راپور له مخې، وادفول دا هم زیاته کړه: “په غزه کې د اوربند په اړه په خبرو اترو کې د پرمختګ لپاره بیړنۍ اړتیا ده.”