سیمه

زلنسکی د مکرون د هغه پلان هرکلی وکړ چې غواړي اوکراین ته لویدیځ ځواکونه واستوي

ولادیمیر زلنسکی د اوکراین له یوه تلویزونی چینل سره په مرکه کې، چې ځینې برخې یې خپاره شوې دي، یو ځل بیا د خپل هیواد اړتیا د لویدیځو مرستو په بیړنۍ ټینګار وکړ.

د امانویل مکرون د دې پلان په غبرګون کې چې له لویدیځو هېوادونو څخه اوکراین ته د پوځیانو د استولو په اړه یې د دغه پلان ملاټر وکړ، وویل: لویدیځ ځواکونه دې له بلاروس سره د اوکراین په پوله کې ځای پر ځای شي تر څو زموږ هغه عسکر چې هلته ځای پر ځای دي په بل سیمی جګړې ته ولېږل شي.

زلنسکی زیاته کړه: اوس د اوکراین د وسله والو ځواکونو لپاره سخت شرایط دي، ځواکونه ستړي شوي دي او زه نشم کولی په ښکاره د نړۍ له پوځونو وغواړم چې راشي او په اوکراین کې جګړه وکړي، دا غوښتنه په روسیه او څو ډلو کې د اختلاف د رامنځ ته کولو سره برابره ده. خو زه د مکرون د وړاندیز هرکلی کوم.

د مکرون وړاندیز په پاریس کې د ۲۰ اورپايي هېوادونو په سرمشریزه د ۲۶ فبروری ورځی کې هم د لوېدیځو حلقو له سختو نیوکو سره مخامخ شو او ډېرو وویل چې اوکراین ته به د وژل کېدو لپاره خپل پوځیان نه استوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button