نړۍ
کیم جونګ اون: د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړه کې د شمالي کوریا شتون توجیه لري
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په پیونګ یانګ کې د روسیې سفارت ته د نازي جرمني پر وړاندې د شوروي د بریا د ۸۰مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې چې د بریا ورځې په نوم پیژندل کیږي، وویل چې هغه د شمالي کوریا سرتیرو ته امر کړی چې روسیې ته د کرسک د لومړۍ کرښې سیمې د آزادولو لپاره واستول شي ځکه چې هغه د دې ګډو تړونونو پلي کولو ته ژمن دی.
هغه ټینګار وکړ چې: په جګړه کې زموږ ګډون توجیه شوی و او موږ خپل خپلواک حقونه وکارول؛ که امریکا او متحدین یې پر روسیې د بل برید هڅه وکړي، شمالي کوریا به دې هیواد ته د خپلو ځواکونو له لیږلو څخه ډډه ونه کړي.