نړۍ
په سریلانکا کې د چورلکې د لوېدو له امله شپږ کسان وژل شوي دي
د سریلانکا هوايي ځواک اعلان وکړ چې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې شپږ پوځي پرسونل وژل شوي دي.
د سریلانکا د هوايي ځواک ویاندې اراندا ګیګاناج رویټرز ته وویل چې چورلکه نن (جمعه، د غويی ۱۰مه) د پوځي تمریناتو پر مهال نسکوره شوه.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د ځانګړو ځواکونو څلور او د هوايي ځواک دوه پرسونل د سختو ټپونو له امله مړه شول.