سیمه
صهیونیسټ رژیم ته د یمن لپاره څلور ورځنی ضرب الاجل
د یمن د انصار الله ډلې مشر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي وویل: که له څلورو ورځو وروسته د غزې تړانګې خلاصې نه شي نو د صهیونیسټي رژیم پرضد به خپل سمندري عملیات بیا پیل کړي.
موږ د خپل دیني او ایماني مسؤلیت پر بنسټ د غزې په تړانګه کې د دوه میلیونو فلسطینیانو د لوږې په وړاندې چوپ پاتې نشو.
په دې مبارکه میاشت کې موږ منځګړو ته څلور ورځې وخت ورکوو چې غزې ته د بشري مرستو رسولو هڅې وکړي.
که صهیونیسټ دښمن له دې نیټې وروسته هم د خوراکي توکو او درملو د ننوتلو مخه ونیسي او لارې بندې وساتي نو د دغه رژیم پرضد به سمندري عملیات ترسره کړو.
زموږ پیغام روښانه دی؛ زیان به په زیان سره ځواب شي او موږ نشو کولی د دې جرمونو پروړاندې ودریږو.
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/18768?single