افغانستان
د مخابراتو سرپرست وزیر د ټکنالوژۍ په برخه کې د قزاقستان د همکارۍ غوښتنه وکړه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر نجیب الله حیات حقاني په کابل کې د قزاقستان سفارت له شارژدافیر، ګیزي اکباسوف سره ولیدل.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د ډیجیټل حکومتولۍ، ټیکنالوژۍ او مخابراتو سکتور په اړه بحث وشو.
نجیب الله حیات حقاني ټینګار وکړ چې د دوه اړخیزو همکاریو پر بنسټ به د هیواد په پرمختګ کې، په ځانګړې توګه د ټیکنالوژۍ په برخه کې اغیزمن پرمختګ وشي.
ښاغلي اکباسوف وویل چې قزاقستان له افغانستان سره د ټکنالوژۍ ودې او پراختیا په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې تجربې له افغان کادرونو سره شریکې کړي.