افغانستان
د سمنګان د ډبرو سکرو په کان کې چاودنې درې کارګران ووژل
د سمنګان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني وویل چې پرون (چهارشنبه، د سلواغه ٢٤ مه) د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله درې کان کارګران مړه شول.
هغه زیاته کړه چې د دغو کارګرانو جسدونه د امنیتي ځواکونو له خوا د کنډوالو لاندې را ایستل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.