افغانستان
په جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ تنه مړه او ټپیان شول
د جوزجان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ چارواکي وايي چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ (د دوشنبه سلواغه ٨ مه ) د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د دوو ګړندیو موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوه.
د جوزجان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي وویل چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا، د پېښې ټپيان په وخت د جوزجان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او ويل کېږي چې روغتيايي حالت يې ښه دی.
د یادونې وړ ده چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د هغوی ډیر سرعت د دې پیښې لاملونه بلل شوي دي.