افغانستاننړۍ

ټیلیګراف: له انګلستان څخه د افغان پناه غوښتونکو له ۲٪ څخه کم شړل شوي

د ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې تیر کال د افغانستان په ګډون د ځینو هیوادونو څخه د پناه غوښتونکو له ۲٪ څخه کم، له انګلستان څخه شړل شوي دي.

د راپور له مخې، د انګلستان د کورنیو چارو وزارت سره د پناه غوښتنې له ۴۰،۰۰۰ څخه ډیر غوښتنلیکونه ثبت شوي وو، مګر یوازې ۲۸۵ یې شړل شوي وو.

راپور زیاتوي چې افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې له ۵۰ څخه لږ غوښتنلیک ورکوونکي شړل شوي دي.

د احصایو له مخې، تیر کال د ۶،۴۶۲ افغان غوښتونکو له ډلې څخه یوازې ۱۲۳ پناه غوښتونکي شړل شوي، چې د بیرته راستنیدو کچه شاوخوا ۱.۹٪ ښیي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button