د حزب الله او صهیونیسټ رژیم ترمنځ د اوربند د غځولو لپاره د امریکا هڅې
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وايي چې “د حزب الله او اسراییل ترمنځ د لنډمهاله اوربند لنډمهاله غځولو ته په بیړني ډول اړتیا ده” او متحده ایالات د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره له خپلو سیمه ایزو شریکانو سره کار کوي.
برایان هیوز وویل: ولسمشر ټرمپ ژمن دی چې اسراییلي اتباعو ته اجازه ورکړي چې په شمال کې خپلو کورونو ته راستانه شي او همدارنګه د ولسمشر عون او د لبنان نوي حکومت ملاتړ وکړي.
د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د رژیم پوځ به د ټاکل شوي ۶۰ ورځو په موده کې له جنوبي لبنان څخه خپل وتل بشپړ نه کړي.
حزب الله دا خبرداری هم ورکړی چې که د اسراییلو پوځ د یکشنبې تر ورځې پورې، چې د اوربند موده پای ته رسیږي، له جنوبي لبنان څخه ونه وځي، نو دا تړون به لغوه وګڼي.
اکسیوس راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره د لبنان او اسراییلي رژیم سره په خبرو اترو بوخته ده ترڅو د تړون د سقوط مخه ونیسي.
د لبنان حکومت اعلان کړی چې د اسراییلو دا عمل د اوربند سرغړونه ګڼي او په ښکاره یې له متحده ایالاتو څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده.