زلمی خلیلزاد؛ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې وايي چې په پاکستان کې د نجونو د زده کړې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې موخه د افغان ښځو سره خواخوږي نه ده، بلکې د سرپرست افغان حکومت پر وړاندې د روانې تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده.
د اسلامي همکاریو سازمان نن او سبا په اسلام آباد کې د “په مسلمانو ټولنو کې د نجونو تعلیم، ننګونې او فرصتونه” تر سرلیک لاندې غونډه کوي او د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي پرون وویل چې هغه اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړې چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ایکس پیج کې لیکلي چې دا غونډه د پاکستان لخوا تنظیم شوې وه.
هغه زیاتوي: “دا څرګنده ده چې دا د افغان ښځو لپاره د ریښتینې اندیښنې پر بنسټ نه ده، بلکې د طالبانو سره د روانې جګړې یوه برخه ده؛” “خو ځینې وختونه حتی ستاسو دښمن هم ستاسو لپاره ګټور کیدی شي.”