په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځیانو په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، “موږ باوري راپورونه ترلاسه کړي چې د دسمبر په ۲۴مه په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځيانو د بمبار په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.”
یوناما ټینګار کړی چې نړیوال قانون له پوځي ځواکونو غواړي چې ملکي وګړو ته د زیان رسولو د مخنیوي او په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ توپیر ته د درناوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
دغه سازمان د دغې پېښې د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه او اعلان یې وکړ: “د دې پېښې څېړنه اړینه ده چې حساب ورکونه او د داسې پېښو د تکرار مخنیوی وشي.”