د امریکا د جګړې وزیر، پیټ هګسېټ ویلي، چې په افغانستان کې د آیساف په ماموریت کې له شاوخوا ۵۰ ګډونوالو هېوادونو څخه یوازې نږدې پنځو هېوادونو په پوځي عملیاتو کې د پام وړ ونډه لرله.
هګسېټ د ټېنېسي پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي، چې په یوه پوځي ائتلاف کې غړیتوب یوازې د بیرغ پورته کولو په معنا نه دی؛ بلکې هېوادونه باید پیاوړی پوځ، پرمختللي تجهیزات او د پوځي یرغل د ترسره کولو وړتیا هم ولري.
هغه زیاته کړې، چې په کابل کې د ناټو په دفتر کې د آیساف په ماموریت کې د شاوخوا ۵۰ ګډونوالو هېوادونو بیرغونه رپېدل؛ خو د نوموړي په وینا، یوازې نږدې پنځو هېوادونو په یرغل کې د پام وړ ونډه لرله او له دغو هېوادونو څخه هم یوازې یوه یا دوو هېوادونو په جګړهییز یرغل کې مهم رول لوبولی و.








