د یمن ځواکونو د سعودي عربستان د ترکیې جوړې بېپیلوټه الوتکې د رانسکورولو خبر ورکړ
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند، یحیی سریع، د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغو ځواکونو هوايي دفاع د سعودي عربستان د پوځ اړوند د «کاریال» په نوم یوه جاسوسي او وسلهواله بېپیلوټه الوتکه د یمن په شمال کې د حجه ولایت په فضا کې رانسکوره کړې ده.
د سریع په وینا، دا د وروستیو ترینګلتیاوو پر مهال د همدې ډول څلورمه بېپیلوټه الوتکه ده، چې رانسکورېږي. د هغه د څرګندونو له مخې، د رانسکور شوو بېپیلوټه الوتکو شمېر اوو ته رسېدلی دی.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند تر دې مخکې هم د سعودي عربستان د پوځ اړوند د «آپچي» جنګي چورلکې د رانسکورولو خبر ورکړی و. دغه پېښه د سعودي عربستان په سوېل کې، د یمن پولې ته نږدې، د نجران په سیمه کې رامنځته شوې وه.
څلور ورځې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د سعودي عربستان یوه «ټایفون» جنګي الوتکه د یمن د ځواکونو د هوايي دفاع په توغندي په نښه شوې ده.







