د اسلامي امارت د مالیې وزارت وایي، د هېواد د ګمرکونو د تخنیکي ارزونې په غونډه کې د روان کال د عقرب میاشت کې د ترسره شویو فعالیتونو عمومي راپور وړاندې شو.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لړم میاشت کې د هېواد ګمرکي چارې د تېر کال د ورته وخت په پرتله ۲۵،۲ سلنه پرمختګ کړی دی.