افغانستان

دوه تنه انسان تښتوونکي په کابل کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، تېره شپه د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې دوه تنه انسان تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا، درې تنه وسله وال سړي تښتوونکي تېره شپه د امنیتي ځواکونو په ګزمه کې ډزي کړي، چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او د دریم کس د نیولو هڅې روانې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button