د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، په بلخ ولایت کې د صادراتو د واحد مرکز له پرانېستلو وروسته د هېواد په شمال زون کې د دویم صادراتي واحد مرکز د کندز ولایت د شیرخان بندر په ګمرک کې پرانیستل شو.
دغه وزارت ویلي، چې د دغه مرکز د جوړېدو موخه د صادراتي اسنادو د پروسې ساده کول او د صادراتو اړوند چارو چټکول دي.