د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د طبیعي پیښو او نس ناستې له امله اغیزمنو سیمو کې د ماشومانو او کورنیو لپاره د روغتیا او حفظ الصحې خدماتو چمتو کولو لپاره د چین د 1.5 ملیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
یونیسف اعلان کړی چې په دې مالي مرسته به څه باندې ۲۸۵۰۰ کورنیو ته د اوبو میزونه او د حفظ الصحې کیټونه ورکړل شي.