سیمه
په لبنان کې د اوربند لپاره د تل ابیب لومړنۍ موافقه
د المیادین په حواله د عبراني ژبې ورځپاڼې یدیعوت احرونوت خبر ورکړی چې صهیونیسټ رژیم په لومړي سر کښې په لبنان کښې له اوربند سره موافقه کړې ده.
د دغه راپور په دوام، د اوربند په خبرو اترو کې پرمختګ له هغه وروسته وشو چې حزب الله یوازې په یوه ورځ کې تر ۲۵۰ زیات هاوانونه او راکټونه په اشغال شویو سیمو وویشتل.
د عبراني ژبې ورځپاڼې معاریف هم د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره له کتنې وروسته، تل ابیب په لبنان کې د اوربند په لور روان دی.
دغې ورځپاڼې لیکلي دي چې ټول صهیونیسټي ګوندونه په لبنان کښې د اوربند د عملي کولو لپاره چمتو دي او د صلحې فضا مثبته ده.
دا په داسې حال کښې دی چې صهیونیسټ رژیم له دې مخکې د نه منلو وړ شرطونو په وړاندې کولو سره په لبنان کښې د اوربند ټینګیدل ناشونی کړی وو.