افغانستاننړۍ

د چین او ترکمنستان چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي ياو شياونګ د ترکمنستان د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سردار محمد دورديف سره وکتل.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو ګټو د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو او د پخوانیو تړونونو د تطبیق په اړه هم خبرې وکړې.

په دې ليدنه کې يادونه وشوه چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شخصي اړيکې د نړيوالو ډيالوګونو په زياتولو کې مهم رول لوبوي او د ترکمنستان او چين ترمنځ د اړيکو د لا پراختيا او پراختيا لپاره قوي هڅونه کوي.

د چین او ترکمنستان چارواکو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې لپاره چې ټاکل شوې په ترکمنستان کې جوړېږي، د چمتووالي په اړه نظرونه تبادله کړل.

د چین او ترکمنستان چارواکو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې لپاره چې ټاکل شوې په ترکمنستان کې جوړېږي، د چمتووالي په اړه نظرونه تبادله کړل.

دوی ټینګار وکړ چې ترکمنستان او چین به د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره هراړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button