سیمه
د حیفه په خلیج د حزب الله توغندیز برید
اسرائیلي رسنیو ویلي چې د حیفا په شمال کې د «کریوت» په ښار کې چې د (حیفا خلیج سیمه) کې موقعیت لري د خبرداري سایرنونه غږول شوي او د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ هم ادعا کړې، چې له لبنان څخه ۵ راکټونه توغول شوي او ځینې یې شنډ کړي دي.
المیادین شبکې هم خبر ورکړی، چې د حیفا خلیج سیمې پر لور ځانګړي توغندي توغول شوي دي.
د اسرائیلو د سرچینو په وینا له دغه توغندیز برید وروسته له ۳۰۰ زرو څخه زیات صهیونیسټان پناه ځایونو ته کډه کولو ته اړ شول.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/14568?single