د افغانستان د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیزو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ۱۶۹ منډو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۰ منډې هدف وټاکه. فیصل خان ۱۵۶ او کپتان محبوب خان ۱۴۱ منډې وکړې.
د اماراتو لوبډلې په ۴۵.۴ اورونو کې د ۱۹۰ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ونه شوای کولای چې هدف ته ځان ورسوي.
دا د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړۍ کې پرله پسې دوهمه بریا ده.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.