افغانستان
په کابل کې د امام ابو حنیفه رحمه الله درېیم ملي او نړیوال نندارتون جوړ شو
د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون نن یوونۍ (د میزان ۱۵مه) په کابل کې د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او د اسلامي امارت د عالي شورا د مسؤلینو او نورو مسؤلینو په حضور کې د سوداګرۍ او پانګونې وزارت، د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سفیران، سوداګر او پانګه اچوونکي پرانیستل شو
په دغه نندارتون کې چې یوه اونۍ دوام کوي، د بیلابیلو تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکتورونو محصولات او تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.