د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره ۶.۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
دې ادارې زیاته کړه، سویډن چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د څلورم ستر مرستندوی هېواد په توګه د روان کال له پیل راهیسې له دې صندوق سره څه باندې ۸۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.