نړۍ

فرانسی له خپلو اتباعو غوښتی چې له لبنان څخه ووځي

په سیمه کی د کړکیچ له زیاتیدو او په لبنان باندې د صهیونیست رژیم له حملو وروسته فرانسی هم له خپلو اتباعو وغوښتل چې د کړکیچ د زیاتیدا او د پوځی خطرونو له ویرې له دغه هیواده ووځی.

په سیمه کې د کړکیچ له زیاتیدو وروسته، د فرانسی د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په لبنان کې میشت فرانسوی اتباعو ته سپارښتنه شوې چې له هیواده ووځي.

پر دې سربیره له فرانسویانو څخه غوښتل شوي چې لبنان ته له سفر څخه ډډه وکړي.

د فرانسی د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې د دغه هېواد له خلکو غوښتي وو چې ژر تر ژره له ایران ووځي.

د فرانسی تر څنګ د جرمني او کانادا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم له لبنان څخه د خپلو اتباعو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

بايد يادونه وشي چې په تهران باندې د اسرائيلي رژيم له تروريستي بريد او د حماس د مشر اسماعيل هنيه له شهادت وروسته په لوېديځه اسيا کې د کړکېچ د زياتېدو سره، د بريتانيا حکومت خپلو اتباعو ته نوې امنيتي لارښوونې صادرې کړې.

د تیرې چهارشنبې په سهار په تهران کې د اسماعیل هنیه په وژل کیدو او د هغه په وینو تویولو د ایران په اصرار سره په سیمه کی کړکیچونه زیاتیږی او صهیونیست رژیم د هوښیارۍ په حال کی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button