سیمه

د الجزیزی دوه خبریالان د اسراییلو په برید پر غزې شهیدان شوي دی

الجزیری خبري چینل لیکلي دي چې په غزی باندې د اسرائیلو په برید کې د دغه خبری چینل خبریال اسماعیل الغول او د دغه خبري کانال کمره مین رامی ال رفیع شهیدان شوی دي.

د دوو وژل شویو خبریالانو یوه همکار انس الشریف ویلي، چې اسماعیل او رامی د حماس د مشر اسماعیل هنیه کور ته څېرمه د فلم جوړولو په ماموریت بوخت وو، چې په یوه برید کې شهیدان شول.

هغه وویل: اسماعیل د فلسطین د کډوالو درد او د زخمیانو درد او د غزی د بې ګناه خلکو په وړاندې د اسرائیلو لخوا ترسره شوی قتل عام منعکس کړ‌‌ هیڅ الفاظ نشي تشریح کولی چې څه پیښ شوي.”

د دغې خبري شبکې د راپور له مخې دغه دوه تنه خبريالان په داسې حال کې شهيدان شول چې په خپل موټر کې دننه وو.

د غزی چارواکو ویلي دي چې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمیر ۱۶۵ تنو ته رسیدلی دی.

په همدې حال کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د سپتمبر په میاشت کې د غزی په جنوب کې د خان یونس په سیمه کې د اسرائیلو په توغندیز برید کې د الجزیری یو خبریال شهید شو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button