افغانستاننړۍ

په مسکو کې د اسلامي امارت د سفیر ټینګار؛ د سیمې د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا

 په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د استراخان په څلورم نړیوال فورم کې، چې «د شمال – جنوب نړیوال ټرانسپورټي دهلېز؛ نوې لیدلوري او فرصتونه» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې، د روسیې، ترکمنستان، افغانستان او ایران ترمنځ د ټرانسپورټي لارو پیاوړتیا، سوداګرۍ، ګډو پانګونو او تولیدي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د افغانستان د محصولاتو د صادراتو زیاتولو، د روسیې بازار ته د لاسرسي او د بانکي او ګمرکي اسانتیاوو د پراخولو غوښتنه یې کړې ده.

 د اسلامي امارت سفیر د دغه فورم په څنډه کې د استراخان له والي ایګور یوریویچ بابوشکین سره هم لیدلي دي. دواړو لورو افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو، د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د روسیې بازار ته د افغانستان د محصولاتو د لاسرسي د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
مولوي ګل حسن حسن د استراخان ولایت د بهرنیو اړیکو، سوداګرۍ، صنعت او انرژۍ له یو شمېر مسوولینو سره هم کاري لیدنې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button