د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر او د یادې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمد حامد ایران ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې، د ملي اعتبار ورکولو مرکز او د نفتي، ګازي او پتروشیمي محصولاتو د صادرونکو اتحادیې له مسوولانو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
د ایران د سوداګرۍ خونې له غړو سره په لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د معیارونو پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د شته ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.
همدارنګه، د ایران د ملي اعتبار ورکولو مرکز له رییس سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتبار ورکولو او د مطابقت ارزونې د پایلو د متقابل منلو موضوع هم څېړل شوې ده.
د افغانستان پلاوي د ایران د نفتي، ګازي او پتروشیمي محصولاتو د صادرونکو اتحادیې له مسوولانو سره په لیدنه کې افغانستان ته د نفتي موادو د صادراتو پر وړاندې د شته خنډونو او د دغو ستونزو د عملي حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس تېره ورځ هم د ایران د سټنډرډ ادارې له استازو سره لیدنه کړې وه. یادې ادارې ویلي، د دغو ناستو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د معیاري اواو ګټورو سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا ده








