افغانستان

د تره‌خېلو حرارتي برېښناکوټ د ۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د برېښنا عمومي شبکې سره ونښلول شو

د برېښنا شرکت (برېشنا) اعلان کړی، چې د ژمي موسم په رارسېدو سره په کابل کې د برېښنا د پرچاوۍ د زیاتېدو د مخنیوي او د برېښنا د رسونې د ښه‌والي په موخه، د تره‌خېلو حرارتي برېښناکوټ د ۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت فعال او د برېښنا له عمومي شبکې سره ونښلول شو.

 د دغه شرکت په وینا، د یاد برېښناکوټ فعالېدو د برېښنا شته ظرفیت زیات کړی او په کابل کې به د برېښنا د عرضې او تقاضا ترمنځ د انډول په رامنځته کولو او د برېښنا د پرچاوۍ په کمولو کې مرسته وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button