افغانستان
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس په وسله وال برید کې ووژل شو
د بدخشان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وویل چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله امیري نن سهار د فیض آباد – بهارک په سړک کې د موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو له خوا برید وشو او ووژل شو.
د هغه په وینا، یو بریدګر د امیري د ساتونکو له خوا ووژل شو او امنیتي ځواکونه د پیښې د نورو عاملینو د پیژندلو او نیولو لپاره کار کوي.
امنیتي چارواکو زیاته کړه چې د برید لامل او انګېزه لا تر اوسه نه ده روښانه شوې او پلټنې روانې دي.
#بدخشان #فیض آباد #امنیت #سفیر تلویزیون








