افغانستانسیمه

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د ګډ بازار جوړولو غوښتنه کړې

 په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رییس سید کریم هاشمي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ بازار جوړولو لپاره د خپل هېواد د لېوالتیا خبر ورکړی دی.

 شریفي ویلي، د دې طرحې موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګوالو او وګړو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره د زمینې برابرول دي.

 په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس وړاندیز کړی چې په لومړي ګام کې دې لږ تر لږه د ۱۰ کسیز افغان سوداګرو پلاوي ته تاجکستان ته د سفر زمینه برابره شي، څو د دغه هېواد له پانګیزو فرصتونو او سوداګرو سره بلد شي.

 د تاجکستان سفیر هم د خپل هېواد د سوداګرۍ خونې د لېوالتیا په اړه ویلي چې غواړي له افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره منظمې لیدنې او همکارۍ پراخې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button