سیمه
رویټرز: لسګونه سوري سرتېري د سعودي او یمني ځواکونو د روزنې لپاره عربستان ته لېږل شوي دي
رویټرز خبري آژانس د دوو سوري پوځي سرچینو او یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د محمد جولاني د حکومت اړوند لسګونه سوري سرتېري په وروستیو اوونیو کې د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې سعودي عربستان ته لېږل شوي دي.
د راپور له مخې، د دغو ځواکونو دنده د سعودي او یمني پوځي ځواکونو ته سلا مشورې ورکول او روزنه ورکول دي؛ خو باخبره سرچینو ویلي، چې د هغوی د فعالیتونو ساحه او واکونه ښايي له روزنیزو پروګرامونو څخه پراخ وي.
یوه امریکايي چارواکي هم رویټرز ته خبرداری ورکړی، چې د یمن د جګړې په چوکاټ کې د سوري سرتېرو ګډون ښايي سوریه د سیمهییزو شخړو پراخ ډګر ته ورګډه کړي.
دغه تحرکات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په سیمه کې د حوثیانو بریدونه زیات شوي او د ریاض او دمشق ترمنځ دفاعي همکارۍ د پراختیا په حال کې دي.








