نړۍ

د روسیې دفاع وزارت: د اوکراین پر انرژۍ تأسیساتو او پوځي مرکزونو بریدونه شوي

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو تېره شپه د اوکراین په پلازمېنه کی‌یف ښار کې د شپږمې شمېرې حرارتي برېښناکوټ په نښه کړی دی؛ د دغه وزارت په وینا، دغه برېښناکوټ د پوځي لوژستیکي تأسیساتو، ګودامونو او د وسلو او پوځي تجهیزاتو د ساتنې مرکزونو ته برېښنا برابروي.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د اوکراین په څو نورو سیمو کې هم بریدونه شوي چې په لاندې ډول دي:

د خارکف ښار د «پروتون» صنعتي سیمې هغه کارځایونه چې د دغه وزارت په وینا، د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لپاره پکې پوځي پرزې او تجهیزات جوړېدل.

په خارکف ښار کې هغه ګودامونه چې د بې‌پیلوټه الوتکو د راغونډولو او ساتلو لپاره چمتو شوي وو.

دغه راز، د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لپاره د توکو بار وړونکې یوه سوداګریزه بېړۍ د تورې بحیرې په اوبو کې، د اودېسا ښار په ۱۸ کیلومترۍ کې د سوېل لوري ته، د حرکت پر مهال په نښه شوې ده.

#روسیه #اوکراین #کی‌یف #خارکف #اودېسا #هوایي_بریدونه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button