افغانستاننړۍ

نیویارک ټایمز: امریکا د پاکستان له لارې د څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو په درشل کې ده

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د امریکا په لوېزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او پلان لري چې څه باندې ۱۵۰ تنه یې د پاکستان له لارې بېرته افغانستان ته ولېږي.

د راپور له مخې، د نیول شویو کسانو یو شمېر یې د هغو کسانو خپلوان دي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

نیویارک ټایمز زیاته کړې چې ښايي د دغو کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه د نومبر په دویمه نېټه ترسره شي.

ټاکل شوې چې پاکستان خپلې خاورې ته د هغوی له لېږد وروسته، دغه کسان د ځمکنۍ لارې له افغانستانه وباسي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button